اسلام آباد ۔ 20 اپرېل (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كړے او هغه له ئې د رېلوے ملازمانو لخوا د يوې ورځې تنخواه 5 كروړه 1 لك 85 زره روپۍ چېك وزیراعظم کورونا ریلیف فنډ لپاره وركړے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس لخوا جاري بيان له مخې د رېلوے وفاقي وزير ووئيل د پاكستان رېلوېز لخوا چمن لپاره د 30 كوچونو يو ټرېن لېږلې شوې كوم چې د 500 كسانو د آئسولېشن انتظام لري۔ دغسې تفتان لپاره هم د 500 كسانو يو ټرېن لېږلو له تيار دے۔ ده ووئيل دې مقصد لپاره ميډيكل كوچز په خاص توګه جوړ كړې شوي۔ د رېلوے وفاقي وزير په پېنډۍ ښار كښې د روغتونونو ٬ تاجرانو او د مزدورانو د صورتحال څخه هم وزيراعظم خبر كړو