GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

زمونږ آئيډيل د نبي كريم(ص)شخصيت دے

image
APP97-20 ISLAMABAD: November 20 - Prime Minister Imran Khan addressing at the International Rahmatul-Lil-Alameen (SAWW) conference. APP

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي زمونږ آئيډيل د نبي كريم(ص)شخصيت دے٬د هغه په ښودلې شوې لاره تللو سره به د پرمختګ او كاميابۍ مزل ترسره كوو٬د نبي كريم(ص)د حيات طيبه لوسته هر مسلمان لپاره ډېره ضروري ده٬رحمت اللعالمين(ص)نړۍ ته د وړومبي فلاحي رياست تصور وركړے٬د مدينې رياست د رحم دلۍ په بنياد جوړ شوے ؤ ٬د مذهب ټهيكدار د اسلام غلط تصور وړاندې كوي٬د خپل كردار په لوړ والي به خپل هېواد لوړې كچې ته رسوو٬دلته د سټيوجابز او بل ګيټس په كاميابو كتابونه ليكلې كېږي بايد مونږ د نبي كريم(ص)د ژوند لوسته وكړو چا چې پھ رښتيا يو انقلاب راوستې٬د لوړو زده كړو كميسون ته مو پھ دريو پوهنتونونو كښې د نبي كريم(ص)په ژوند او په اسوه حسنه تحقيق كولو لپاره د چيئرز جوړولو وئېلي دي٬د مذهب د سپكاوي مخ نيوي لپاره د نړيوال كنونشن په لړ كښې احمر بلال صوفي ته ذمه وارۍ وركړی شوي ۔ده دا خبرې د نهې په ورځ نړيوال سيرت كنفرنس ته د خاص مېلمه په توګه د خپلې وېنا په مهال كړې۔وزيراعظم عمران خان پھ كامياب كنفرنس كولو د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري٬د مذهبي چارو سېكتر ميا مشتاق او د انتظام كوونكو مننه وكړه او دوي له يې مباركي وركړه۔په سيرت كنفرنس كښې وفاقي وزيرانو د پارلمان غړو٬صوبائي وزيرانو ٬د اسلامي هېوادونو سفيرانو٬د اسلامي هېوادونو سكالرانو او د هېواد هر ډول مكتب فكر سره تعلق لرونكو علماﺀ كرامو٬مشائحو اعظامو٬د سكولونو٬كالجونو او د ديني مدرسو زده كوونكو په لويه شمېره ګډون وكړو۔وزيراعظم كنفرنس ته د راتلوونكو نړيوالو سكالرانو هركلے هم وكړو۔وزيراعظم په خپله وېنا كښې ووئيل نن په دې محفل كښې لويې لويې سكالران ٬علماﺀ كرام او مشائح عظام موجود دي خو زه به د يو زده كوونكي پھ حېث د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړم۔ده ووئيل هغه د كركټ په وروستيو ورځو كښې د صوفي ميا بشير د صحبت او د هغه د لارښونې له امله دين پلو راغب شوے ووم۔د دې نه وړاندې زه يوازې په نوم مسلمان ووم٬د جمعې او اختر لمونځ به مې كولو٬د هغه د لارښونې له امله الله تعالٰی په نيغه لاره د تللو توفيق او همت راكړو او دا هله كېږي كله چې تاسو په الله باور ولرۍ او د هغې ورځې نه پس ستاسو په ژوند كښې بدلون راشي۔وزيراعظم ووئيل تاسو چې كله د ښو چارو پلو روان شې نو لارې آسانې شي خو دا سفر دومره آسان نه وي٬دا د هلو ځلو ابتدا وي٬نيغه لاره مونږ هغه وخت خپله كړو كله چې مونږ د نبي كريم(ص)په اسوه حسنه عمل وكړو۔ده ووئيل د نبي كريم(ص)د حيات طيبه لوسته هر مسلمان لپاره ډېره ضروري ده ٬ هغه رحمت اللعامين ؤ ٬هغه نړۍ ته د وړومبي فلاحي رياست تصور وركړې٬د مدينې رياست د رحم دلۍ په بنياد جوړ شوې ؤ ۔ وزيراعظم ووئېل نبي كريم(ص)او د هغه صحابه كرامو وسيلې نه لرلې خو هغوي سره رحم دلي او د ذمه وارۍ احساس وو هم دا وجه وه چې هغوي د وسيلو نه بغېر فلاحي رياست جوړ كړو او دا يې ممكن كړو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د نبي كريم(ص)ټول ژوند د تاريخ يوه برخه ده۔ده ووئيل د لوړو زده كړو كميسون ته مو پھ دريو پوهنتونونو كښې د نبي كريم(ص)په ژوند او اسوه حسنه تحقيق لپاره د چيئرز جوړولو وئېلي دي چې دغسې د دې عظيمې هستۍ د ژوند د ټولو اړخونو احاطه وكړې شي كوم ډول ژوند چې حضور نبي پاك(ص)تېر كړې ؤ او هغه زمونږ لپاره د لارې مشال دے بايد په دې خبره تحقيق اوشي ٬ ده ووئېل حضور پاك(ص)په 625ﺀ كښې پھ جنګ بدر كښې 313 صحابه كرامو سره برخه اخستې وه او د دغې نه 11 كاله پس په 36ﺀ كښې يې د هغه وخت لويې طاقت سلطنت روما له ماتې وركړه ٬په كوم كښې چې د خالد بن وليد (رض) او د نورو صحابه كرامو كردار زمونږ پھ وړاندې دے ٬ ده ووئېل په 638 كښې په جنګ قادسيه كښې فارس له ماتې وركړې شوه٬د نړۍ دې عظيم انسان(ص)يوازې په 11 كلونو كښې د خپلو ملګرو په ژوند كښې انقلابي بدلونونه راوستي وو٬زما خواهش دې چې زموڼږ پوهنتونونه په دې خبره تحقيق وكړي چې دا كاميابۍ څنګه ترلاسه شوې وه ۔ عمران خان ووئېل نبي كريم(ص)ته د نبوت وركړې كېدو نه يوازې 30 كاله پس اسلام په هند٬مينځنۍ آسيا او تر مراكش خپور شو ٬مونږ له خپل اولاد ته دا ښودل دي۔وزيراعظم ووئيل نبي كريم(ص)چې د كوم رياست او د كومې ټولنې بنياد اېښې ؤ په دې كښې وړوكې انسان لويې كړی شوې ؤ۔د خلقو يره لرې كړی شوې وه٬په نړۍ كښې تر نن وخته داسې ليډر نه دې تېر شوې چې تعليمات يې تر اوږدې مودې خلق متاثره كړی او په سبون كښې هم داسې وكړي۔وزيراعظم ووئيل مغرب د فلاحي رياست تصور په هسپانيه كښې د مسلمانانو د رياست د تصور نه ترلاسه كړی۔دلته د سټيوجابز او د بل ګيټس په كاميابو كتابونه ليكلې كېږي بايد مونږ د نبي كريم(ص

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں